رجوع
په یو شمېر سیمو کې کاندیدان خلک اړکوی، چې دوى ته رایه ورکړی
تاريخ النشر: 1389/06/27 0:0رمز الخبر: 1975المصدر: ایرکا خبری آژانس

د خیرخانې مېنې له هزاره بغل سیمې څخه زموږ خبریال خبر ورکړ، چې د یو شمېر کاندیدانو ناظرین له ځانه سره د خپلو کاندیدانو تصویرونه لېږدوی او خلک هڅوی، چې د دوى کاندیدانو ته رایه ورکړی.
بلخوا د کابل ښار د ارزان قیمت سیمې څخه یو شمېر کسانو کلید ته د ټلیفون پر لیکه وویل، چې ملالۍ اسحاقزى خلک د پیسو له لارې هڅوی، چې دې ته رایه ورکړی.
دغه راز له هراته زموږ خبریال عتیق الله مطمئن خبر ورکوی، چې په هرات ښار کې د ګوهر شاد په نامه لېسه له دې امله، چې دغه مرکز ته یو شمېر کاندیدان ورننوتی وو او خلک یې هڅول، چې دوى ته رایې ورکړی وتړل شوه.
له ننګرهاره هم زموږ خبریال اتل راپور ورکوی، چې د جلال اباد ښار د بی بی حوا په لېسه کې یو شمېر کاندیدان خلک د پیسو او زور له لارې مجبوروی، چې دوى ته رایه ورکړی.