پکیتا کې 1000 جعلی کارتونه ونیول شول له پکتیا څخه د کلید کروپ خبریال اسمعیل لاروی خبر ورکړ، چې د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې امنیتی مسؤلینو په یوه کرولا موټر کې نږدې 1000 کارتونه ونیول. د کارتونو لېږدونکو کلید ته وویل، چې دا هغه کارتونه وو، چې د ټاکنو کمېسیون ته د نوماند کېدو لپاره یې ور وړی وو او اوس یې بېرته خپلو خاوندانو ته سپارل، چې په رایه ورکولو کې ترې ګټه پورته کړی.