رجوع
د راى اچولو پاى او په یو شمېر ولایاتو کې راى شمېرنه
تاريخ النشر: 1389/06/27 0:0رمز الخبر: 1993المصدر: ایرکا خبری آژانس

د بې درېغه امنیتی ستونزو سربېره سلګونه خلک د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ورځې په لومړیو کې د رایو اچولو مرکزونه ته لاړل.
د رایو اچولو پروسه نن سهار شاوخوا 7:00 بجې په کابل کې د حبیبیه عالی لېسې څخه پیل شو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر فضل احمد معنوی دغه پروسه د سلګونه خبریالانو او نظارت کوونکو پر وړاندې په رسمی توګه پرانیسته.
د هېواد له مرکز او ولایتونو څخه په رارسېدلو راپورونو کې ویل شوی، چې په یوشمېر سیمو کې پخپل وخت د رایو اچولو مرکزونه نه و پرانیستل شوی، چې له امله یې خلکو د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون نیوکې کولې.
د کلید ګروپ د خبریالانو د راپورونو له مخې خلکو د سهار له 7:00 بجو څخه د رایو اچولو مرکزونو کې اوږدې اوږدې لیکې جوړې کړې وې، چې د خپلې خوښې کاندېدانو ته رایه ورکړی.
د ټاکنو دغه پروسه، چې د سهار په اوو بجو پیل شوې وه، د مازیګر په څلورو پاى ته ورسېده، چې څو شېبې وړاندې په یو شمېر ولایتونو کې د راى شمېرلو پروسه پیل شوه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر فضل احمد معنوی په دې اړه خبری ناستې کې رسنیو ته وویل، په هغه مرکزونو کې، چې هلته راى پاڼې ختمې شوې وې او خلک نورو راى پاڼو ته په تمه وو، د هغو مرکزونو وخت نیم ساعت نور هم وغځېده، یعنې دوى کولاى شی تر 4:30 دقیقو پورې رایې ورکړی.
د هغې ټول پوښتنې پر بنسټ، چې د کلید ګروپ لخوا د هېواد په دیارلسو ولایتونه کې تر سره شوې وې، ښایی 70 فیصده خلک په راى اچولو کې برخه واخلی.
په دغه ټاکنو کې د 2500 نوماندانو له جملې څخه به 249 تنه راتلونکی ولسی جرګې ته غوره شی.
کابل ولایت د 33 څوکیو په لرلو په ولسی جرګې کې تر نورو ولایتونو ډېرې څوکۍ لری.
د اساسی قانون له مخې، په ولسی جرګه، کې به لږ تر لږه 68 مېرمنې غړیتوب ولری.
که څه هم د ټاکنو د پروسی امنیت د شاوخوا 390 زرو کورنیو او بهرنیو ځواکونو لخوا نیول شوى وو، خو د امنیتی ستونزو له کبله 900 د رایو ورکولو مرکزونه په ټول افغانستان کې تړل شوی وو.