رجوع
دافغانستان دانتخاباتو په ارتباط 126 شکایتونه ثبت شوی دی
تاريخ النشر: 1389/06/29 0:0رمز الخبر: 2027المصدر: ایرکا خبری آژانس

دافغانستان دانتخاباتو په شکایتونو دغور کمیسیون ویندوی دپارلمان دانتخاباتو ددوهم پړاو په ارتباط د126 شکایتونو دثبتیدا خبر ورکړ .
دافغانستان دانتخاباتو دشکایتونو دغور دکمیسیون ویندوی احمد ضیا رفعت پرون په دغه کمیسیون کښې د126 شکایتونو دثبتیدا په تایدولو سره وویل کابو د 1300 سوه ټیلی فونی شکایتونو راپور هم ورکړل شوی خو دمقرراتو پراساس به یوازې په لیکل شویو شکایتونو غور وشی .
هغه وویل دشکایتونو ماهیت چې دافغانستان دانتخاباتو دشکایتو دغور کمیسیون ته وړاتدې کړی شوی دی په ډېرو مورردونو کې یو بل ته ورته دی چې پکښې درایو دځینو مرکزونو په ځنډ سره خلاصیدل ، د رایو دورکولو له کارتو ناوړه استفاده ، دشرایطو نه لرونکو کسانو راې ورکول ، دتعرفې کمښت او دبې نظمې موردونه پکښې شامل دی .
دافغانستان دپارلمان انتخابات وړمه ورځ د2500 کاندیدانو په ګډون سره ترسره شول چې له دغه شمیر کاندیدانو 249 کسان دپارلمان لپاره داستازو په توګه ټاکل کیږی .
په افغانستان کښې د انتخاباتو دحوزو درایو دشمیرل کیدا دکار په ختمیدا سره وویل شو څه دپاسه څلور میلیونه شرایط لرونکو کسانو خپلې راې صندوقونو ته واچولې .
دافغانستان دانتخاباتو دخپلواکه کمیسیون مشر مولوی فضل احمد معنوی پرون وویل چې کابو څلویښت فیصده افغانانو په انتخاباتو کښې برخه اخستی ده .