افغان او نړیوالو ځواکونو په خوست ولایت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د 29 وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړ. په خوست کې د 203 تندر قول اردو د لومړۍ لوا ارکان حرب جنرال رازمحمد اوریاخیل رسنیو ته وویل، چې دغه عملیات تېره شپه ترسره شوی دی. هغه زیاته کړه، چې وسله والو طالبانو د سپېرې ولسوالۍ د میر څپر په سیمه کې د افغان او ناټو ځواکونو پر ګډې امنیتی پوستې برید وکړ د جنرال اوریاخیل په وینا، د افغان او نړیوالو ځواکونو په ځوابی هوایی او ځمکنیو عملیاتو کې 29 وسلوال طالبان ووژل شول. دا چې وژل شوی وسله وال افغانان دی، که بهرنیان په اړه یې اوریاخېل وویل، چې تر اوسه په دې اړه کره معلومات نه لری، خو بریدکوونکی له ګاونډی هېواد پاکستانه راوښتی وو. اوریاخیل زیاته کړه، چې سیمې ته یې ځواکونه لیږلی دی، چې له د وژل شویو وسلوالو مړی او مهات راوړی. په خوست ولایت کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتی فتر ویلی، کله چې یوې ډلې غوښتل د لومړی برید په پایله کې خپل وژل شوی ملګری له سیمې یوسی د ناټو ځواکونو لخو پرې هوایې برید وشو. د دې پیښې په اړه لا تراوسه وسله والو طالبانو رسنیو ته څه نه دی ویلی. میر څپر د خوست ولایت شمال ته لیرې پرته سیمه ده، چې د ګاونډی هېواد پاکستا له شمالی وزیرستان سره ګډه سرحدی پوله لری .