د هېواد د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول پر بهرنیو ځواکونو غږ وکړ، چې د ترهګرو پروړاندې جګړه د افغانستان له خاروې د باندې وکړی. نوموړی دغه خبرې پرون په امریکا کې کړی او له امریکا او متحدینو یې غوښتی، چې که غواړی د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه وګټی، نو باید د افغانستان له پولو د باندې ترهګرې ډلې او مرکزونه یې له منځه یوسی. افغان حکومت پخوا هم پر دې ټینګار کاوه، چې د ترهګرو پروړاندې جګړه باید د افغانستان له خاورې دباندې وشی. دوى په دې اند دى، چې ترڅو د طالبانو او نورو ترهګرو د روزلو مرکزونه او امکانات یې له منځه نه لاړ نشی، په افغانستان کې روانه جګړه نه ختمېږی.