د پکتیکا ولایت د ښرنی - اورګون په لویه لاره په 2جلا، جلا پېښو کې، چې یوه یې چاودنه او بله یې د موټر دچپه کېدو له امله رامنځ ته شوې، د یوې امنیتی کمپنۍ 2 ساتونکی وژل شوی دی. د یادې لویې لاری یوه تن موټر چلوونکی په دې اړه کلید ته وویل، چې د سکوټ ځواکونو یو سرف موتر د ښرنی د ولایتی بیا رغونی ډلی (پی ار ټی) اډې ته څېرمه چپه شو، چې کېدای شی سپرو کسانو ته په کې مرګ، ژوبله اوښتې وی. د ښرنی روغتون یوه تن کارمند د نوم نه ښودلو په شرط کلید ته وویل، چې په دې ترافیکی پېښه کې یو تن مړی او5 تنه ټپیان روغتون ته وروړل شوی دی. نوموړی د ټبیانو روغتیایې حالت د ډاد وړ وباله. دوهمه پېښه د سروضې ولسوالۍ د کوټنۍ په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د دې لویې لارې د جوړونې د شرکت د ساتونکو په پیاده ګزمه چاودنه وشوه. د یادې کمپنۍ یوه تن ساتونکی، چې نه یی غوښتل نوم یې واخستل شی، کلید ته وویل، چې روغتون ته راوړل شوی وژل شوی ملګری یې د ارګون ولسوالۍ په لویه لاره د سروضی ولسوالۍ په مر بوطاتو کې وژل شوی دی. دولتی چارواکو د یادو دواړو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه کلید ته وویل، چې د سروضې ولسوالۍ د کوټنۍ په سیمه کې یې په یوه چاودنه کې د سکوټ ځواکونو 3 تنه ساتونکی وژلی دی. همدارنګه مجاهد د ارګون ولسوالۍ د مڼې کنډو په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په 2 ټانکونو د چاودنی خبر هم ورکړی، چې په وینا یې په دغه چاونه کې 10 تنو ته مرګ، ژبله اوښتې ده. که څه هم ناټو ځواکونو په یاده سیمه کې د جاودنی پخلی کړی، خو د مرګ، ژوبلې خبره یې په کلکه رد کړې ده.