په کابل کې د متحده عربی اماراتو له خوا په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین د څېړلو په موخه یو مهمه غونډه جوړه شوې، چې ګڼ شمېر پاکستانی سیاستوال، د افغانستان او متحده عربی اماراتو د حکومتونو استازی په کې ګډون لری. غونډه د کابل په سرینا هوټل کې تېره ورځ پیل شوې، چې نن هم د کلکو امنیتی تدابیرو په ترڅ کې روانه وه؛ خو کورنیو او بهرنیو رسنیو ته د غونډې په اړه هېڅ معلومات نه ورکول کېدل. د غونډې یوه ګډونوال چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، وویل، چې دوى ته د غونډې په اړه د خبرې کولو اجازه نه ده ورکړل شوې. په دې ناسته کې د ولسی جرګې لومړی مرستیال میرویس یاسینی، د پوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردګ، د کورنیو چارو پخوانی وزیر علی احمد جلالی، د سیمه ییزو مطالعاتو رییس عبدالغفور لېوال او ددې مرکز سلاکار عبدالرشید وزیری، په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر مولوی عبدالسلام ضعیف او ګڼ شمېر نورو کورنیو سیاستوالو ګډون درلود. په دې ناسته کې د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر افتاب شېرپاو، سیاستوال او په پښتونخوا کې د عوامی نېشنل ګوند ایالتی مشر افراسیاب خټک، په بلوچستان کې د پښتنو مشر محمودخان اڅکزی، په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مهمند، ازاد ژورنالېست سلیم صافی او یو شمېر نورو سیاستوالو او څېړونکیو ګډون درلود. یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې وښودل شی، وویل، چې یاده غونډه په متحده عربی امارتو کې د هغې غونډې په تعقیب جوړه شوې، چې د روان کال په جون میاشت کې په عربی اماراتو کې جوړه شوې وه.