په کابل کې د متحده عربي اماراتو له خوا په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامين د څېړلو په موخه يو مهمه غونډه جوړه شوې، چې ګڼ شمېر پاکستاني سياستوال، د افغانستان او متحده عربي اماراتو د حکومتونو استازي په کې ګډون لري. غونډه د کابل په سرينا هوټل کې تېره ورځ پيل شوې، چې نن هم د کلکو امنيتي تدابيرو په ترڅ کې روانه وه؛ خو کورنيو او بهرنيو رسنيو ته د غونډې په اړه هېڅ معلومات نه ورکول کېدل. د غونډې يوه ګډونوال چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وويل، چې دوى ته د غونډې په اړه د خبرې کولو اجازه نه ده ورکړل شوې. په دې ناسته کې د ولسي جرګې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني، د پوهنې وزير ډاکټر فاروق وردګ، د کورنيو چارو پخواني وزير علي احمد جلالي، د سيمه ييزو مطالعاتو رييس عبدالغفور لېوال او ددې مرکز سلاکار عبدالرشيد وزيري، په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفير مولوي عبدالسلام ضعيف او ګڼ شمېر نورو کورنيو سياستوالو ګډون درلود. په دې ناسته کې د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزير افتاب شېرپاو، سياستوال او په پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر افراسياب خټک، په بلوچستان کې د پښتنو مشر محمودخان اڅکزي، په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفير رستم شاه مهمند، ازاد ژورنالېست سليم صافي او يو شمېر نورو سياستوالو او څېړونکيو ګډون درلود. يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې وښودل شي، وويل، چې ياده غونډه په متحده عربي امارتو کې د هغې غونډې په تعقيب جوړه شوې، چې د روان کال په جون مياشت کې په عربي اماراتو کې جوړه شوې وه.