
د زابل ولایت امنیتی چارواکی وایی چې تېر ماښام د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې څلور ملکی وګړی وژل شوی دی.
د والی ویاند محمدجان رسولیار د تلې په 20مه، وویل، چې دغه پېښه د کلات ښار اړوند د مغلزو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د ملکی وګړیو یو کرولا موټر، چې له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و، د پېښې ښکار شو.
رسولیار وایی، چې د چاودنې له امله په یاد شوی موټر کې ناست څلور ملکی وګړی وژل شوی او دوه نور ټپیان دی، چې دا مهال تر درملنې لاندې دی.
د نوموړی د معلوماتو له مخې، وژل شوی کسان د وردګو ولایت اوسېدونکی دی.
خبرپاڼه زیاتوی، چې په چاودنه کې درې ملکی وګړی وژل شوی او یو ماشوم سخت ژوبل دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ژوبل ماشوم د ایساف ځواکونو له لوری د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی دى.
که څه هم ایساف ځواکونه او د زابل دولتی چارواکی د پېښې مسوولیت د وسلوالو طالبانو پر غاړه اچوی، خو وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلی.
درې ورځې وړاندې هم، د مرکز کلات او مېزانې ولسوالۍ پر لویه لاره د اومکی په سیمه کې په یوه ورته پېښه کې د یو ماشوم په ګډون درې ملکی وګړی وژل شوی وو.
د یادولو وړ ده، چې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د چاودنو، بریدونو او عملیاتو پر مهال د ملکی وګړیو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، یواځې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې درې زرو ملکی وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې 76 سلنه یې د ماین چاودنو له امله رامنځته شوې ده.