غربی رسنیو د ناټو ځواکونو د یوه چارواکی، له خولې، چې نوم یې نه دې ښوول شوى لیکلی، چې د القاعدې مشران په پاکستان کې دی. امریکایی تلوېزون سی ان ان په خپل راپور کې لیکلی، چې د دغې ډلې مشر اسامه بن لادن او مرستیال یې ایمن الظواهری له، چې د 11 سپټمبر د پېښې پړه بلل کېږی د پاکستان په شمال لویدیځ غریزو سیمو کې دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د بن لادن د اوسېدو ځاى چترال او تورې بوړې ته څېرمه غریزه سیمه ښوول شوې ده. توره بوړه هغه سیمه ده، چې پکې د جهاد پر مهال د افغان او عربو مجاهدینو پاخه سنګرونه وو او 2001 میلادی کال وروسته په لومړیو کلونو کې د طالبانو د زیات فعالیت مرکز و. پاکستان چارواکو تل دغه راز تورونه بې بنسټه بللی او زیاته کړې یې ده، چې په دغو سیمو کې د القاعدې هیڅ لوړ پوړى غړى شتون نه لری.