جمهور رئیس حامد کرزی د یوې قضایی غونډې پرمهال امر کړى، چې د هغو کسانو دوسیې دې له سره وڅېړل شی، چې د اعدام امر یې شوى. د جمهور رئیس ویاند وحید عمر رسنیو ته وویل، چې غونډه پرون د جمهوری ریاست په ماڼۍ کې د ښاغلی کرزی په مشرۍ د لوړ پوړو قضایی چارواکو په ګډون جوړه شوې وه او جمهور رئیس پکې ویلی، چې ښودل شوې دوسیې دې له شرعی او قضایی پلوه وڅېړل شی. وحید عمر غونډې ته د هغه کمېسیون د شوی کار د رپوټ ورکولو په اړه هم وویل، چې په بګرام زندان کې د پټ امریکایی پټنځاى د شتون څېړنه کوی. غونډې ته د دې کمېسیون د ورکړل شوی رپوټ څرنګوالى نه دى په ډاګه، خو چارواکی وایی، چې جمهور رئیس دغه څېړونکی پلاوی ته د خپل کار د بشپړولو او ده ته یې د راپور ورکولو لارښوونه کړې.