عراقی محکمې د د غه هېواد د بهرنیو چارو پخوانى وزیر او مرستیال صدراعظم طارق عزیز د مرګ پر سزا محکوم کړ. طارق عزیز د صدام حسین له نږدې مشاورینو څخه بلل کېږی، چې ده ته تر دې وړاندې هم د یو شمېر سوداګرو د اعداموولو په تور سزا اورول شوې وه. نوموړى د صدام حسین د حکومت په وروستیو شېبو کې یوازنى حکومتی استازى و. ویل کېږی، چې طارق عزیز په دغو ورځو کې د فلج له کبله معلول شوى دى. د عراق دولتی تلوېزیون څخه په خپاره شوی خبر کې راغلی، چې د عراق د جنایی جرمونو پروړاندې سترې محکمې طارق عزیز د مذهبی ډلو د له منځه وړولو په تور د مرګ پر سزا محکوم کړى. طارق عزیز له آره د عیسوی دین پیروان دى او په 2003 میلادی کال کې کله، چې امریکایی ځواکونو بغداد ونیوه، نو ده سمدستی ځان هغو ته وسپاره. نوموړی ته په 2009 میلادی کال کې د 42 سوداګرو د اعدامولو په تور د 15 کاله بند سزا ورکړل شوې وه.