رجوع
کندهار کې پنځه خصوصی امنیتی کمپنۍ بې وسلې شوې
تاريخ النشر: 1389/08/13 0:0رمز الخبر: 2595المصدر: آژانس خبری ایرکا

په کندهار ولایت کې د خصوصی امنیتی کمپنیو د منحل کېدو په لړ کې پنځو نورو کمپنیو73 میله بېلا بېلی وسلې د ډایاک یا بې وسلې کولو پروګرام ته و سپارلې.
د کندهار امنیه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځی رسنیو ته وویل، چې دغه پنځه کمپنۍ د احمدالله پوپل، رحمت سعادت، فتح خان، زیارت او ابدالی په نومونو دی او له یادو کمپنیو څخه یې 73 میله درنې او سپکې وسلې ترلاسه کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې په دغو کمپنیو کې ځینو په خپله خوښه وسلې سپارلی او له ځینو څخه د هغو ځانګړو عملیاتو پر مهال، چې د کمپنیو د منحل کېدو او بې وسلو کولو په موخه ترسره کړی وسلې اخیستی دی.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم دیارلسو امنیتی کمپنیو په خپله خوښه 277 میله وسلې د ډایاګ پروګرام ته سپارلې وې.