رجوع
جنوبی حوزه کې د ګوزڼ پر وړاندې کمپاین پیل شو
تاريخ النشر: 1389/08/16 0:0رمز الخبر: 2638المصدر: ایرکا خبری آژانس

د پولیو یا ګوزڼ پر وړاندې د واکسینو د رې ورځنی کمپاین، چې په ترڅ کې به یې د جنوبی حوزې په څلورو واړو ولایتونو کې یو اعشاریه درې ملیونه کوچنیان، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وی واکسین شی.
د کندهار ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبد القیوم پخلا وویل، چې د دې پروسې د پلی کولو لپاره یې د حوزې په کچه لس زره رضا کاره په دندو ګمارلی، چې ورته یې د واکسین کولو مسلکی زده کړې هم ورکړی دی.
دغه راز هغه وویل، چې په ورته وخت کې یې هغه کوچنیانو ته، چې عمرونه یې د شپږو میاشتو څخه تر پنځو کلونو کم وی د وېټامین A کپسول ،چې د کوچنی د بدن په غښتلتیا او د ناروغیو پر وړاندې یې مقاومت زیاتوی هم ورکول کېږی.
نوموړی ومنله، چی په ځینو ناامنو ولسوالیو کې ورڅخه یو شمېر سیمې پاتې شوی، خو په وینا یې، هڅه به وکړی، چې یاده پروسه د ناامنو ولسوالیو په ټولو سیمو کې پلې کړی.
د یادونې وړ ده، چې په جنوبی حوزه کې د پولیو پنځلس پېښی، چې څلور یې په ژړۍ، درې یې په شاولیکوټ، یوه په میوند، یوه په کندهار ښار، پنځه یې په هلمند او یوه پېښه هم په زابل ولایت کی ثبت شوی دی.