رجوع
د عامې روغتیا وزارت د 12 حاجیانو د مړینې خبر ورکړ`
تاريخ النشر: 1389/08/17 0:0رمز الخبر: 2645المصدر: ایرکا خبری آژانس

د عامې روغتیا وزارت وایی، چې سعودی عربستان ته د تللیو افغانی حاجیانو له ډلې څخه دولس تنه مړه شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام سخی نوراوغلی له سعودی عربستانه رسنیو ته ویلی، چې دغه کسان د عمر د لوړوالی له کبله په خپل مرګ مړه شوی دی.
نوموړی زیاته کړه، چې په سعودی عربستان کې د افغانی حاجیانو لپاره له روغتیایی پلوه ښه تیاری نیول شوی او تر اوسه دوى له جدی ناروغیو سره نه ده مخ شوی.
سعودی عربستان ته د افغانی حاجیانو د تګ بهیر لا هم دوام لری او ټاکل شوې، چې سږ کال څه باندې دېرش زره افغانان د حج په مراسمو کې ګډون وکړی.