رجوع
متکی د ایران او افغانستان دملګرتیاوو دوام اړین وباله
تاريخ النشر: 1389/08/24 0:0رمز الخبر: 2744المصدر: ایرکا خبری آژانس

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارووزیر د تهران او کابل دوامداره اقتصادی اړیکی اړینی وبللی .
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د مطبوعاتو د اداری د راپور له مخې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکی په تهران کښې د ایران او افغانستان د ګډ اقتصادی کمیسون په دریمه غونډه کښې د دواړو هیوادونو تر مینځ سیاسی او اقصتادی سلامشورو اړتیا ته اشاره وکړه او هیله یې وښودله موجودو ظرفیتونو په کارولو سره د دواړو هیوادونو د ملګرتیاوو سویه لوړه شی .
د افغانستان خارجه وزیر هم د تهران او کابل د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ .
زلمی رسول د افغانستان د بیارغونې لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د هڅو قدرونه وکړه .
د ایران او افغانستان د ګډ اقتصادی کمیسون دریمه غونډه پرون په تهران کې پیل شوی او نن به د دواړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په شتون سره د یوه تفاهیم لیک په لاسلیک کولو سره پای ته ورسیږی .
د افغانستان خارجه وزیر پرون د یوه لوړ پوړی پلاوی په مشرۍ له ایرانیو چارواکو سره د خبرو اترو او د ایران او افغانستان د ملګرتیاوو د ګډ کمیسون په دریمه غونډه کښې د ګډون لپاره تهران ته راغلی دی .