د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د ملی اردو او پولیسو لخوا په تصفیوی عملیاتو کې 2 وسله وال طالبان مړه او درې نور یې ژوندی ونیول شول. په هغه مطبوعاتی خبر پاڼې کې، چې نن غرمه د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ څخه رسنیو ته استول شوې وه، په کې راغلی، چې عملیات تېره ورځ پیل شوی او اوس هم دوام لری. د ځایی چارواکو په وینا، دغه عملیات د پښتون زرغون ولسوالۍ په کبګان کلی په دې خاطر پیل شوی، چې سیمه د دولت له وسله والو مخالفینو پاکه شی. خبرپاڼه زیاتوی، چې د عملیاتو په ترڅ کې افغان سرتېرو 3 میله کلاشینکوفونه، 2 میله 40 ټکه او یو میل راکټ ترلاسه کړی دی. چارواکو زیاته کړې، چې دغه عملیات به تر هغې دوام ولری، ترڅو دغه ولسوالی د دولت د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکه شی. د سرچینې د معلوماتو له مخې تر دې دمه افغان سرتېرو ته کومه مرګ ژوبه نه ده اوښتې او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه ویلی دی. د یادونې وړ ده، چې نږدې 20 ورځې د مخه وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د ملی پولیسو 3 سرتیری وژلی وو.