رجوع
په افغانستان کې د پوځی حل لارې ناکامیدل
تاريخ النشر: 1389/09/04 0:0رمز الخبر: 2875المصدر: ایرکا خبری آژانس

په افغانستان کې دپوځی حل لارې ناکامی سبب شوې ده څو ملګری ملتونه هم ددغه هیواددکړکیچ د آواری لپآره دسیباسی حل لارې غوښتنه وکړی .
د ملګروملتودچارواکوپه وینا ددغې موسیسې سرمنشی بان کی مون باوری دی دافغانستان دستونزې حل یوازې له پوځی لارې سره ممکن نه دی اوپه دغه هیوادکې دقدرت دمنتقلولوبهیرپه الټیمیټم سره نه بلکې بایدد واقعیتونوپه اساس ترسره شی .
ایرکا خبری آژانس هم راپور ورکړی دملګرو ملتودسرمنشی مرستیال ویندوی فراخان حق ویلی دی هغه دغه موضوع د پرتګال په لیسبن کې دناټودغړوپه سرمشریزې کې اعلان کړې اووئیلی ئې دی دافغانستان ستونزه داساسی قانون،ددغه هیواددخلکوحقوقوته د احترام په سترګه په لیدو اودهغودملی واکمنۍ په رعایتولوسره دحل وړده .
دادلومړی ځل لپاره نه ده چې ملګری ملتونه اودسیمې هیوادونه د افغانستان د شخړې د ختمولو لپاره د پوځی حل لارې په ناکامۍ ټینګار کوی .د امریکااوناټوله خوادافغانستان دنیواک کابویوه لسیزه دغه موضوع ثابتوی ځکه دامریکاله شعارونواوژمنوسره سره نه یوازې افغانستان کرارشوی نه دی بلکې بهرنی عسکر په دغه هیوادکې دناکراریوپه خورا لوی عامل بدل شوی دی .
په عین حال کې که څه هم دپرتګال په لیسبن کې د ناټوپه سرمشریزې کې تر 2014 کال پورې د افغانستان حکومت ته د امنیتی چارو له سپارلو سره موافقه شوې ده خو دا د افغانستان د نیواک د ختمیدا په معنا نه ده بلکې امریکا په لټه کې ده په افغانستان کې د امنیت په ځائی کولو سره په افغانستان کې دیره د امریکا او ناټوعسکردامنیت په څنډې کې کړی .اوپه حقیقت کې دافغانستان حکومت ته دامنیتی چارو دسپارلو د وخت له ټاکلودامریکا او ناټوموخه د مالی او ځانی تاوانونو او لګښتونو کمیدا ده .
دا په داسې حال کې دی چې د لیسبن په غونډې کې دافغانستان په بدلونونوکې دسیمې هیوادونو رول ته هیڅ پام نه دی شوی اوپه هغې غونډې کې دګډون لپاره دسیمې هیوادونوته دبلنې نه ورکول چې د افغانستان لپاره پکې فیصلې کیږی ، ښئ چې امریکا او ناټو هماغه راز په افغانستان کې پوځی حل لاره تعقیبوی . ځکه سیاسی حل لارې ته مخه کول د افغانستان د حکومت رول او د هغه د پوځی او امنیتی قدرت پیاوړتیا ته پآم دی چې د لیسبن په غونډې کې ورته هیڅ پام نه دی شوی .
پر دې سربیره افغانستان له ګاونډیو هیوادونوسره په تعامل کې دی چې پرخپلو ستونزو برلاسه کیدلی شی چې دغې موضوع ته هم د ناټوپه سرمشریزې کې هیڅ پام نه دی شوی .دا په داسې حال کې دی چې ملګرو ملتو د افغانستان د اخلی ستونزوحل ته دپآم او ددغه هیواد د ګاونډیو هیوادونو د نظر د جلبولو لپآره دامریکااوناټودکړچاردبدلولوپه اړه هیڅ هڅه ونه کړه اوداددغې موسیسې دچارواکوله غوښتنې سره سره دهغورول یوازې په افغانستان کې د مرستندویه اورګان په توګه کمولی شی چې داوضیعیت دملګروملتواو افغانستان په ګټه نه دی