دافغانستان دلوی څارنوال مرستیال دپارلمان دانتخاباتو په نتیجو کښې دلاس وهلو لپاره دډیرو پیسو دترلاسه کولو په تور د کابو پینځو کسانو دنیولو خبر ورکړ . زمونږ خبریال وای دافغانستان دلوی څارنوال مرستیال رحمت الله نظری نن وویل په دغو پینځو نیول شویو کسانو کښې کابو دریو کسانو ځانونه داروپای اتحادیې څارونکی معرفی کړی دی او دپارلمان دانتخاباتو له ځینو کاندیدانو یې پیسې ترلاسه کړی دی هغه زیاته کړه په دغو پینځو کسانو کښې دوه نور هم صرافان دی چې دلوی څارنوال دمرستیال په وینا د رشوت په اخستلو کښې ونډه لری . دافغانستان دلوی څارنوال مرستیال زیاته کړه ددریو کسانو هویت چې ځانونه یې داروپای اتحادیې څارونکی معرفی کړی دی تراوسه نه دی معلوم . دافغانستان دلوی څارنوال مرستیال وویل هغه پیسې چې دغو کساوو ترلاسه کړی دی په سلګونو زره امریکای ډالرو ته رسیږی . دافغانستان دلوی څارنوال مرستیال په داسې حال کښې ددغو پینځو کسانو دنیولو خبر ورکوی چې په تیرې چهارشنبې ورځ دافغانستان دپارلمان دانتخاباتو پایلې اعلان شوې . بل خبر داچې دافغانستان دحکومت دمخالف ګوند مشر عبدالله عبدالله نن په حکومت تور ولګاوه چې دهیوادلویه څارنوالۍ دپارلمان دسپتمبر دمیاشتې دانتخاباتو په نتیجو کښې دګوتو وهلو لپاره استعمالوی . عبدالله عبدالله زیاته کړه دافغانستان لوی څارنوال دانتخاباتو دپایلو په باره کښې یوه جنای پلټنه پیل کړی ده او نهه کسان یې نیولی او په انتخاباتو کښې ددرغلۍ تورونو ته دځوابونو ورکولو لپاره یې دانتخاباتو مسولان وربللی دی . په دغو مسولانو تور دی چې دحامد کرزی د پلوی رایو ورکونکو مخه یې نیولی ده . دافغانستان دحکومت دمخالف ګوند مشر عبدالله وویل دافغانستان حکومت غواړی چې انتخابات باطل اعلان کړی ځکه چې حکومت دانتخاباتو په کمیسیونونو ددباو د راوړلو لپاره دلوی څارنوال دفتر په استعمالولوکښې پاتی راغلی دی . هغه وویل دادحکومت لخوا یوه بله هڅه ده چې هر څه هماغه شان وی چې حکومت یې غواړی . عبدالله عبدالله وویل دا دحکومت لخوا دانتخاباتو پرضد یو تبلیغاتی جنګ دی او ویې ویل چې دافغانستان دلوی څارنوال دفتر خپلواکه نه دی او نه ورباندې باور کیدلای شی . عبدالله دتیر میلادی کال په ولسمشرۍ انتخاباتو کښې دولسمشر کرزی ترټولو ستر سیال کاندید وو.