رجوع
دشمالی او جنوبی کوریا باید زغم وښیی
تاريخ النشر: 1389/09/06 0:0رمز الخبر: 2886المصدر: ایرکا خبری آژانس

دجنوب ختیځې اسیا دهیوادونو اتحادیې اسیان عمومی منشی
په کوریا ټاپووزمې کښې دسولې او امنیت دټینګولو لپاره ددغه ټاپووزمې دهیوادونو ددملګرتیاو دپراختیا غوښتنه وکړه .
زمونږ خبریال وای دشمالی او جنوبی کوریا ترمینځ پر ون دتوپونو له ډزو وروسته په کوریا ټاپووزمې کښې دتاوتریخوالی په زیاتیدا سره دجنوب ختیځې اسیا دهیوادونو داتحادیې اسیان عمومی منشی سورین پیتسوان په یوې بیانیې کښې ددواړو کوریاو په زغم ټینګار سره دپوځی خوځښتونو دمخنیوی پرضروت ټینګار وکړ کو م چې په دغه ټاپو وزمه کښې دبۍ اعتمادۍ ، ناامنۍ او تاوتریخوالی دزیاتیدا سبب کیږی .
په تیرې سې شنبې ورځ په زیړ سمندرګی کښې دشمالی او جنوبی کوریا په لانجې وړ سرحدی سیمې یون پیون جزیرې کښې دتوپونو ډزې وشوې چې له کبله یې څلور کسان مړه او پینځلس نور ژوبل شوی وو.
داسیان موسسې سرمنشی دغه راز په کوریا ټاپووزمې کښې داختلافاتو او تاوتریخوالو دختمولولپاره دمناسبې او عادلانه حل دموندلو لپاره دسیمې دهیوادونو دستراتژیکو ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ .
دویلو ده چې دشمالی او جنوبی کوریا ترمینځ له نښتې وورسته اوس دامریکا پوځیان جنوبی کوریا ته لاړ دی چې هلته له جنوبی کوریا سره ګډه پوځی مانور وکړی .
شمالی کوریا او چین دغه مانوره غندلی ده او هغه یې دسیمې دهیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه بللی ده .
سیاسی کار پیژاندی وای چې دشمالی او جنوبی کوریا ترمینځ داختلافاتو دنه حل کیدا ترټولو ستره مسوله امریکاده ځکه چې دغه هیواد نه غواړی شمالی کوریا او جنوبی کوریا خپل اختلافات ختم کړی او په سوله ایز ډول ژوند ته دوام ورکړی .