رجوع
دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر په سولې باور نلری
تاريخ النشر: 1389/09/06 0:0رمز الخبر: 2887المصدر: ایرکا خبری آژانس

دلبنان لومړی وزیر ټینګار وکړ دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر په سولې باور نلری .
پریس ټی وی چینل راپور ورکړ دلبنان لومړی وزیر دامریکا له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کښې دصهیونیسټ رژیم په لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو دنړیوالو موافقو دخلاف ورزۍ په علت چې په مینځنی ختیځ کښې دسولې دټینګیدالپاره لاس لیک شوی دی نیوکه وکړه .
حریری وویل داسرایلو لومړی وزیر نتانیاهو داسی سړی دی چې داوسلو ترون یې له نابودۍ سره مخامخ کړی دی او په سیمه کښې دحقیقی سولې په باره کښې خبرواترو ته هیڅ ګروهنه نلری .
دلبنان لومړی وزیر ددغه هیواد دمشکلاتو جرړه خارجی وبلله او ویې ویل دنیا خپلې سترګې په سیمه کښې دتاوتریخوالی چلند ته نیولی دی .
داسرایلو رژیم د1967 میلادی کال په شپږ ورځنی جنګ کښې دسوریې دجولان لوړې او ختیځ قدس ونیوه او دنړیوالې ټولنې په پراخه مخالفت سره سره ددغو نیولو شویو سیمو دمالکیت ادعا کوی او هغه یې له اسرایلو سره یوځاې کړی دی .
دغه راز دسوریې پارلمان له قدس او جولان نیواکی سیمې دشاتګ لپاره دټول پوښتنې دترسره کولو په باره کښې دصهونیسټ رژیم دپارلمان کنیسټ مصوبه وغندله .
ایرنا خبری اژانس وای دسوریې پارلمان په یوې بیانیې کښې وویل دقدس او جولان له لوړو دشاتګ لپاره دټول پوښتنې دترسره کولو لپاره دصهیونیسټ رژیم مصوبه له سولې سره ددغه رژیم دمخالفت ښودنه کوی او په دې باره کښې هر ډول ټول پوښتنه باطله ، ناجایزه او غیر قانونی ده .
دسوری پارلمان ویلی دی دجولان دلوړو په باره کښې هیڅ ډول خبرې نشی کیدلای او د1967 میلادی کال تر سرحدونوپورې دجولان دلوړو بیرته سپارل دسولې دټینګیدا بنسټ دی .