رجوع
تېره اونۍ کې د پولیسو تلفات د تېر په پرتله څو چنده زیات شوی
تاريخ النشر: 1389/09/08 0:0رمز الخبر: 2913المصدر: ایرکا خبری آژانس

تېره اونۍ د پولیسو تلفات له هغې څخه د مخکې اونۍ په پرتله پنځوس سلنه لوړ شوی؛ خو په دې موده کې د وسله والو مخالفینو تلفات کم شوی دی.
دغه مطلب د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشری د لیندۍ په 7مه، په اونیزه خبری غونډه کې په ډاګه کړ.
بشری وایی، چې په تېرو اوو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیسو 14 منسوبین وژل شوی دی، چې له دې وړاندې اونۍ په پرتله 50% ډېروالى ښیی.
دى وایی، چې دغه پولیس په 116 وسله والو بریدونو او چاودنو کې وژل شوی او همدارنګه په دې بریدونو کې د پولیسو 46 نور منسوبین ټپیان شوی دی.
نوموړی وویل، چې ډېرى مرګ ژوبله د سړک غاړې د ماینونو له امله رامنځته شوې ده.
همدارنګه بشری وویل، چې په تېرو اوو ورځو کې په هېواد کې پنځه ځانمرګی بریدونه ترسره شوی او په ټولیزه توګه په دې ډول بریدونو کې 23 سلنه لوړوالى راغلى دى.
هغه زیاته کړه، چې ډېرى دغه بریدونه په میدان وردګ، ننګرهار، هلمند، غزنی او فاریاب ولایتونو کې ترسره شوی دی.