رجوع
د کابل - کندهار پر لویه لاره ترافیکی پېښې 39 تنو ته مرګ ژوبله واړوله
تاريخ النشر: 1389/09/09 0:0رمز الخبر: 2929المصدر: ایرکا خبری آژانس

نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل _کندهار پر لویه لاره د یوه 303 ډوله موټر د چپه کېدو له امله 39 تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کندهارد عامې روغتیا مرستیال ډاکټر احمد الله فیضی کلید ته وویل، چې یاده پېښه د کابل _کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د زابل ولایت د مرکز قلات په شل کېلو مترۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، چی یوه 303 ډوله موټر، چې له کندهاره کابل ته تلونکى و د زیاتې چټکتیا له امله له له لارې بې لارې او چپه شو.
هغه زیاته کړه، چی په دې پېښه کې 6 تنه، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دی وژل شوی او 33 تنه نور ژوبل شوی، چې پکې د 3 تنو روغتیایی حالت د اندېښنې وړ دى.
دا په پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږی، چې تېره ورځ د کندهار_بولدک د لویې لارې په اوږدو کې د یوه ټانکر او ډاټسون موټر د ټکر له امله 7 ته مرګ ژوبله اوښتې وه.