رجوع
پر امنیتی پوستې د وسله الو طالبانو برید
تاريخ النشر: 1389/09/10 0:0رمز الخبر: 2946المصدر: ایرکا خبری آژانس

ځایی چارواکی وایی، چې وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت پر شاخ امنیتی پوستې برید کړى، چې په ترڅ کې یې 4 تنه وسله وال طالبان وژل شوی دی.
د فاریاب ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند دویم څارن سید مسعود یعقوبی کلید سره په تلیفونی اړیکه کې وویل، چې دغه برید تېره ورځ له ماسپښین وروسته د قیصار ولسوالۍ په شاخ پوستې تر سره شوى، چې د امنیتی ځواکونو لخوا په شا وتمبول شو.
یعقوبی زیاته کړه، په دغه برید کې 3 مخالفین مړه او 1 یې ټپی شوى دى، خو په وینا یې، پولیسو ته کوم زیان نه دى اوښتى.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په همدې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر یوې امنیتی پوستې برید کړى و، چې په ترڅ کې یې 2 تنه مړه او 3 نور ټپیان شوی وو.