رجوع
کندوز کې 4 وسله وال طالبان مړه او 8 ونیول شول
تاريخ النشر: 1389/09/10 0:0رمز الخبر: 2948المصدر: ایرکا خبری آژانس

د کندوز په تر ټولو نا امنه ولسوالۍ چهادره کې چارواکی د تېرې شپې په عملیاتو کې د 4 وسله والو طالبانو د وژنې او 8 نورو د نیونی ادعا کوی.
د چهاردرې ولسوال عبدالواحد عمرخیل وویل، چې تیره شپه د ایساف ځواکونو په هوایی عملیاتو کې د یادې ولسوالۍ په عین المجر سیمه کې 4 تنه وسله وال طالبان وژلی او 8 کسه یې ژوندی له ځانه سره بیولی دی.
عمرخېل زیاتوی، چې په دغوعملیاتو کې عامو خلکو ته کوم زیان ندی رسېدلی، خو د سیمی خلک بیا وایی، چی په وژل شویو کسانو کې دوه عام خلک شامل دی.
تر اوسه پورې په کندوز کې مېشتو ایساف ځواکونو او وسله والو طالبانو په دې هلکه څه نه دی ویلی.
چهاردره د کندوز د ناامنو ولسوالیو په کتار کې راځی چې ډېری وختونه په کې د شپې له مخې عملیات عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اړوی.