دانتخاباتو خپلواک کمیسیون په پاى کې دغزنی ولایت دولسی جرګې دکاندیدانو وروستی لست اعلام کړ . د ایرکا خبری آژانس دخبر له مخې دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون رییس فضل احمد معنوی نن په یوه خبری غونډه کې وویل دانتخاباتو خپلواک کمیسیون په یاى کې په دې بریالی شو چې دغزنی ولایت دولسی جرګې دکاندیدانو وروستی جنجالی نتیجې اعلام کړی . معنوی زیاته کړه استاد محمدعارف رحمانی ، علی اکبر قاسمی ، انجنیره نفیسه عظیمی ، شاه ګل رحمانی ، حاجی خداداد عرفانی ، ډاکتر عبدالقیوم سجادی ، چمن شاه اعتمادی ، هما سلطانی ، استاد محمد علی اخلاقی ، محمد علی زاده او ډاکتر شاه جهان هغه کاندیدان دی چې دغزنی له ولایت څخه یې ولسی جرګې ته لاره موندلې ده له ټول هیوادڅخه په پارلمانی انتخاباتو کې څه دپاسه دوه زره پنځه سوه کاندیدانو د 249 څوکیو دترلاسه کولو لپاره سیالیۍ وکړه او په پاى کې دخلکو درایو له مخې ددوى 249 تنو دملت کورته لاره پیدا کړه دروانی اوونۍ په بهیر کې هغه کاندیدان چې دهیواد پارلمان ته یې لاره پیدا کړې ده د انتخاباتو دخپلواک کمیسیون له خوا یې باور لیکونه ترلاسه کړی دی .