تېر ماښام د اوو نیمو بجو په شاوخوا کې د یوه درې سوه درې ماډل بس او د خصوصی امنیتی کمپنۍ د سرتېرو د صرف ډوله موټر د ټکر له امله اوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د زابل سر پرست امنیه قوماندان سمونوال غلام جیلانی فراهی کلید راډیو ته وویل، چې یاده ترافیکی پېښه د ښارصفا ولسوالۍ د سنګی پله او هزارتګ سیمې ترمنځ هغه وخت رامنځته شوه کله، چی یوه درې سوه درې ماډل بس له کابله کندهار ته پر لاره و او د خصوصی امنیتی کمپنۍ د ساتونکو له موټر سره یې ټکر وکړ. هغه زیاته کړه، په یاده پېښه کې د خصوصی امنیتی کمپنۍ څلورتنه ساتونکی وژل شوی او یو بل ژوبل دى او د بس موټر دوه تنه سپرلۍ ژوبلې شوې دی. د یادونې وړ ده، چی دوې ورځی وړاندې هم په همدغه سیمه کې د یوه بس د چپه کېدو له امله 6 تنه مړه او 33 نور ټپیان شوی وو.