رجوع
ختیځ کې تښتول شوی ماین پاکان راخوشې شول
تاريخ النشر: 1389/09/13 0:0رمز الخبر: 2980المصدر: ایرکا خبری آژانس

د هېواد په ختیځ کې د سرحدی پولیسو چارواکی وایی هغه اوه تنه ماین پاکان، چې وړمه ورځ ناڅرګندو وسله والو تښتولی وو راخوشې شوی دی.
د خیتځ زون د سرحدی پولیسو قوماندان جنرال امین الله امرخېل وایی، ماین پاکان اوس له دوی سره دی.
امرخېل وویل، تر اوسه پورې معلومه نه ده، چې ماین پاکان چاتښتولی، خو په وینا یې، دوى په دې اړه څېړنې کوی.
نوموړی زیاته کړه، دغه کسان د ننګرهار د والی، د مومندرې د ولسوال، قومی مشرانو، سپین ږیږو او عالمانو په هڅو له کومې معاملې پرته راخوشې شوی دی.
دغه ماین پاکان د چهارشنبې پر ورځ د ماینونو د له منځه وړلو لپاره ډیورنډ کرښې ته څېرمه په کار بوخت وو ، چې تورخم ته نږدې وسله والو وتښتول.
د (اومر) مؤسېسې له رسنیو سره تر اوسه پورې د خپلو کارکوونکو د خوشې کېدا په اړه څه نه دی ویلی او نه هم چا د دغو کسانو د تښتولو پړه پر غاړه اخیستې.