رجوع
ګلاب منګل د ویکی لېکس یو شمېر راپورونه رد کړل
تاريخ النشر: 1389/09/15 0:0رمز الخبر: 3020المصدر: ایرکا خبری آژانس

د هلمند والی محمد ګلاب منګل د ویکی لېکس هغه خپاره شوی راپورونه، چې د ده نوم په کې یاد شوى ځینی تائید او ځینی په کلکه رد کړل.
والی د ویکی لېکس هغه راپور بې ځایه او نه منونکى وباله، چې ګواکې د جمهور رئیس او محمد ګلاب منګل تر منځ کومه ژبنۍ شخړه رامنځ ته شو ې ده، خو والی د ویکی لېکس هغه راپور بیا تائید کړ، چې ویلی یی و برتانویانو د سنګین د بازار ساتنه هم نشواى کولاى.
د ویکی لېکس په هغه 150زره راپورونو کې، چې تازه خپاره شوی دی د هلمند والی محمد ګلاب منګل نوم هم یاد شوى دى.
محمد ګلاب منګل د یادې ویب پاڼې هغه راپور په کلکه رد کړ، چې ګواکې څه موده مخکی د ده او جمهور تر منځ د ژبنۍ شخړې پرمهال جمهور رئیس کرزی ورته ویلی و، چې پر ځاى به یې د هلمند لپاره یو تن قاچاق وړونکى د والی په دنده وګماری، خو دى به لری کړی.
والی وایی، په هلمند ولایت کې د جمهور رئیس کرزی په غوښتنه دغه دنده ترسره کوی او د دوى تر منځ هیڅ کله هم داسې کومه خبره نه ده رامنځ ته شوې.
نوموړی وویل، چې د هېواد جمهور رئیس کرزی د غوښتنې سره سم به دهېواد په هرې سیمې کې دنده ترسره کړی، خو والی محمد ګلاب منګل بیا د ویکی لیکس هغه راپور نه ردوی، چې پکې راغلی وو د هلمند والی وایی، چې برتانویانو یوازی د سنګین ولسوالۍ د بازار امنیت هم نشواى خوندی کولاى.
والی د دې خبرې د سپناوی لپاره وویل، چې هغه مهال په یاده ولسوالۍ کی ډېرې ستونزی وی او برتانویانو بشپړ امکانات نه لرل، د وسله والو مخالیفنو له لوری په هغوى زور راغلى و، نو ځکه یې د سنګین ولسوالۍ لپاره د امریکایی سمندری ځواکونو غوښتنه وکړه.
نوموړى هغه راپور هم منی، چې د ده په وینا په کې راغلی وو، په هلمند کې د قاچاقبرو د شتون له امله پرمختګ نه شی کېداى.
والی د کلید ګروپ هغه خپور شوى راپور هم رد کړ، چې ګواکې دى د بریتانیا هېواد له لوری په هلمند ولایت کې د والی په توګه دنده پر مخ وړی.
هغه وایی، تر دې وړاندې یې هم د جمهور رئیس په غوښتنه په لغمان او پکتیا کې د هغه ولایتونو د والی په توګه دنده تر سره کړې او بیا هم تیار دى، چې د جمهور رئیس په غوښتنه په هر ځاى کې دنده تر سره کړی.