نن سهار د کندهار ښار د درېمې ناحیې اړوند په کابل بازار کې ایساف ځواکونو ته تېل وړونکى ټانکر وسوزېدو. د کندهار امنیه قوماندان خان محمد مجاهد که څه هم د پېښې پخلى کوی، خو په اړه یې له نورو جزیاتو ډډه کړی. د پېښې له امله رامنځته شوې مرګ ژوبله او نور اړوند جزیات لا نه دی په ډاګه او دا هم نه ده معلومه، چې دغه تیل وړونکى موټر د تخنیکی ستونزو له کبله سوزېدلى او که نه د وسله والو مخالفینو لخوا په نښه شوى دى. په اړه به یې نور جزیات وروسته پر لیکه شی