د ننګرهار پولیس چارواکی د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د پرونی ځانمرګی برید اصلی موخه والی ګل آغاشېرزى ګڼی او په خوا کې یې وایی چې د پېښې تلفات هم لږ څه ډېرشوی. والی شېرزى پرون ناامنې ولسوالۍ خوګیاڼو ته چې له سره رود څخه بره پرته ده، له ځینو چارواکو سره په سفر تللى و. د امنیې قومندانۍ ویاند سرڅارمن حضرت محمد زمرى وایی د غرمې پرنېږدې دولسو بجو د کرولا موټر په مټ د ترسره شوی ځانمرګی نیت پروالی او ورسره کاروان چاودنه وه خو د ملی امنیت ځواکونو یې هڅه ناکامه کړه. پولیس ویاند پرونۍ پېښه کې پر بریدګر سربېره د ملی امنیت د دوو کارکوونکو د وژل کېدو او یوې لاروۍ ښځې د ټپی کېدو پخلى هم کوی. د ننګرهار د والی ویاند احمدضیاعبدالزى هم منی چې پرون والی شېرزى خوګیاڼو ولسوالۍ ته ورغلى و خو د ځانمرګی پرموخې څه ویل ترپلټنو وړاندې ناشونى بولی. چارواکی که څه هم وایی چې بریدګر د ملی امنیت ترڅار لاندې ورسره توکیو ته چاودنه ورکړې خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد چې د برید مسولیت منی،د پرون په څېر نن هم کلید ته وویل چې برید پر شاړځاى نه ؛بلکې د بهرنیو ځواکونو پرکتارشوى او پر دوو ټانګونو سپاره اته بهرنی سرتېری پکې وژل شوی. مجاهد په تازه خبرو کې د پرونۍ پېښې پرمهال د دوو افغان پولیسو د وژل کېدو هم وایی خو د برید موخه والی شېرزى نه بلکې بهرنی ځواکونه ګڼی. د وسله والو طالبانو ویاند په یوه بله دعوه کې د تېرماښام پراتو بجو د لغمان په الېشنګ ولسوالۍ کې هم پریوه بهرنی ټانګ د چاودنې او درېیو سرتېرو د وژنې دعوه لری چې ځایی چارواکی یې ردوی او ایتلافی ځواکونه پرې نه غږیږی. ننګرهار او لغمان چې یوبل پسې د ختیز افغانستان کرار ولایتونه وو،د لومړنی والی یې پخوا هم یو ځل دلته له ځانمرګی بریده ژغورل شوى و. همدا شان له لغمانه د بهرنۍ پوځی مرګ،ژوبلې دعوې هم له څه وخته زیاتې شوی چې کله یې ولسی خلک منی او ډېرکله د چارواکو د نه غږیدو له امله په رسنیو کې له خپراوی لرې پاتې کېږی.