په ختیز کې د سرحدی پولیسو چارواکی وایی د هغه وژل شوی سرحدی پولیس هم مسلکه ورور دوى او ایتلافی ځواکونو نیولى چې دولس ورځې وړاندې یې د ننګرهار په پچېراګام ولسوالۍ کې شپږ بهرنی پوځیان ووژل. د یاد شوی پولیس د هویت په اړه د دولت دوه لویو وسله والو مخالفو ډلو طالبانو او حزب اسلامی دعوه کوله چې د دوى اړوند سړى و خو چارواکی وایی چې د عزت الله په نامه دغه پولیس یې په شاوخوا درې کلنه دنده او له بهرنیو روزونکو د زده کړو پرمهال دولت سره د مخالفت کومه بېلګه نه ده وړاندې کړې. په ختیز کې د سرحدی پولیسو د لومړۍ لېوا قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل وایی چې د وژل شوی سرحدی پولیس نیول شوى پولیس ورور هم تراوسه د کومې سرغړونې او دولت ضدې هڅې شالید نه لری خو د شک له مخې بیاهم دوى او بهرنی ځواکونه د ورور له وژل کېدو راهیسې یې ترې پلټنې کوی. قومندان امرخېل دا وړاندوینه نه ردوی چې ګوندې عزت الله به د روحی ستونزو له امله خپل بهرنی روزونکی وژلی وی،ځکه په وینایې ناتایید شوو رپوټونو ښودلې چې هغه تربرید څو ورځې وړاندې پخپله کورنۍ ستونزو سره مخ شوى و. د روزنې پرمهال د شپږو بهرنیو پوځیانو تر وژنې وروسته د وژل شوی دې سرحدی پولیس د کورنۍ غړو سره موخبرې تر بیا،بیاهڅو وروسته هم بریالۍ نه شوې. رسمی سرچینو هغه د ننګرهار د نارامې ولسوالۍ خوګیاڼو د وزیرو د کلی استوګن ښودلى. یاده شوې پېښه چې چارواکی یې د اصلی لامل ښودلو ته د پلټنو تر پاى ته رسېدو و خت غواړی،په ختیز افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالی لومړنۍ پېښه ګڼل کېږی.