رجوع
بادغیس کې د طالبانو یو لوړ پوړى قومندان ووژل شو
تاريخ النشر: 1389/09/27 0:0رمز الخبر: 3192المصدر: ایرکا خبری آژانس

ځایی چارواکو په بادغیس ولایت کې د ایتلافی ځواکونو د هوایی برید په ترڅ کې د یوه طالب قومندان د وژل کېدو خبر ورکړ.
چارواکی وایی، چې دغه پېښه تېره ورځ وروسته ترهغې رامنځته شوه، چې د ایتلافی ځواکونو الوتکې په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ځایی طالبانو یو مشهور قومندان ملا تورجان، چې پر موټر سایکل سپور و په نښه کړ.
د بادغیس ولایت امنیه قومندان سمونوال عبدالجبار وایی: ملا تورجان په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو له مشهورو قومندانانو څخه و، چې ډېرى بریدونه د همده لخوا رهبری کېدل.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دی ویلی.
د یادونې وړ ده، چې درې ورځې وړاندې هم ناټو ځواکونو په بالامرغاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو شمېر مرکزونه بمبارد کړی وو، چې له کبله یې 7 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.