رجوع
د ملی اردو 3 عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته
تاريخ النشر: 1389/09/28 0:0رمز الخبر: 3205المصدر: ایرکا خبری آژانس

د کورنیو چارووزارت ویاند زمری بشری د یکشنبې په ورځ د یوې خبری غونډې پر مهال وویل، چې په تېره یوه اونۍ کې د جنایی او ترهګریزو پېښو په ترڅ کې شاوخوا 279 تنه نیول شوی، اته ویشت وسله وال مخالفین وژل شوی او شپږ نور یې ټپیان شوی دی.
همداراز هغه زیاته کړه، چې په دغه موده کې یولس تنه پولیس وژل شوی او 24 ټپیان شوی او 52 تنه ملکی کسان وژل شوی او 34 تنه یې ټپیان شوی دی، چې د ملکی خلکو په وژنه کې د تیرې اونۍ په پرتله 76 فیصده زیاتوالى راغلى دى او په ترهګریزو بریدونو کې شپاړس فیصده زیاتولى رامنځته شوى دى.
نوموړی د ملکی خلکو د وژنې ډیروالی علت نا امنی په ګوته کړه
بشری زیاته کړه، چې پولیسو د 2782 نشه یی توکی په تور42 تنه قاچاقبران هم نیولی دی.
د نوموړی په وینا، په کابل ښار کې د دېرشو بېلابېلو تورو شیشو لرونکو موټرو څخه اړوند تور فلمونه پاک شوی او د وزیر اکبرخان او شېر پور په سیمو کې یو شمېر سیمټی بلاکونه یا موانع لرې کړاى شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دا مهال د محلی پولیسو شمېره دوه زرو ته رسیږی، چې په نا امنو سیمو کې د امنیت ساتلو چارې پرمخ وړی.
یاده دې وی، چې تېره اونۍ دوه ځانمرګی بریدونه هم ترسره شوی و.