رجوع
د ملی اردو 3 عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته
تاريخ النشر: 1389/09/28 0:0رمز الخبر: 3206المصدر: ایرکا خبری آژانس

ځایی چارواکی وایی، تېر مازیګر د پکتیا ولایت د شواک په ولسوالۍ کې د ملی اردو د عسکرو په رینجر موټر د سړک د غاړې بمی چاودنه شوې، چې له کبله یې د ملی اردو درېیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتی.
د دوسوه دریم تندر قول اردو ویاند ساعت ګل هوتک وایی: پېښه د یادې ولسوالۍ په سټو کنډو سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ملی اردو سرتیری په سیمه کې پر ګزمه بوخت وو.
د قول اردو ویاند وایی، چې په پېښه کې د اردو دوه عسکر وژل شوی او یو بل یې ټپی دى.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی، چې د سړک د غاړې ماین د دوى د ملګرو له خوا ځاى پر ځاى شوى و، چې د چاودنې له کبله یې د ملی اردو سرتېرو ته زیات زیان اوښتى دى.
شواک د پکتیا او خوست تر منځ په غځېدلې لویه لاره پرته هغه ولسوالۍ ده، چې وخت ناوخت ترې د سړک د غاړې د بمی چاودنو او نښتو راپورونه ورکول کېږی.
هېره دې نه وی، چې څه موده وړاندې د دې ولسوالۍ ولسوال علی اباد هم د سړک د غاړې په بمی چاودنه کې وژل شوى او مسؤلیت یې وسله والو طالبانو په غاړه اخیستى و.