کورنیو چارووزارت د نشه یی توکو سره د مبارزې چارواکی د دې ادارې اړوند د تېرو شاوخوا دریو میاشتو لاسته راوړنو په اړه وایی، چې په سلګونه تنه قاچاقبران یې نیولی او د کیمیاویی مواد لسګونه لابراتوارونه یې له منځه وړی ، او د نشه یی توکو پر ضد یې په سلګونه عملیات ترسره کړی دی. د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو سره د مبارزې مرستیال بازمحمد احمدی د چارشنبې په ورځ د یوې خبری غونډې په ترڅ کې وویل، چې د دوى پولیسو په تېرو درېیو میاشتو کې، یولس زره کیلو ګرامه تاریاک، زرګونه کیلو ګرامه کیمیاویی مواد او همداراز د کیمیاویی مواد لسګونه لابراتوارونه له منځه وړی. نوموړی زیاته کړه، دغه لاسته راوړنې د شاوخوا درې سوه او اته ویشتو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې لاسته راغلی، چې په ترڅ کې یې درې پولیس وژل شوی او درې سوه او درې اویا تنه قاچاقبران نیول شوی دی. بازمحمد احمدی همداراز وویل، چې وسله وال مخالفین هم د نشه یی توکو په کرکیله کې لاس لری، چې د اضافی پولیسو په نه شتون د دوى مبارزه له هغوى سره ستونزمنه ده. دا په داسې حال کې ده، چې د همدغو نشه یی توکو له امله هر کال د نشه یی توکو د اخته کسانو شمېره په ډېرېدو ده او دا مهال د عامې روغتیا وزارت چارواکو په خبره د یو میلیون په شاوخوا کې په نشه یی توکو اخته کسان په ټول هېواد کې شتون لری، چې د کافی بودیجې او د مافیایی کړیو له لاسه د یادو اخته کسانو درملنه له ستونزوسره مخ ده، چې له همدې امله همدا اخته کسان خپله ژوند له لاسه ورکوی.