رجوع
افغان ولسمشر د باجوړ ترهه ګره پیښه په سخته وغندله
تاريخ النشر: 1389/10/05 0:0رمز الخبر: 3323المصدر: ایرکا خبری آژانس

فرانس پریس آژانس له کابله راپورورکړ د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن په یوې اعلامیې کې د اسلام اباد له حکومته وغوښتل د بم چاودنې له عاملانو سره د مقابلې لپاره دې هیڅ هڅه ونه سپموی . هغه دغه راز په دغې اعلامیې کې په سیمې کې د افراط پالنې په ضد د دواړو هیوادونو د ملګرتیا پر ضرورت یو ځل بیا ټینګاروکړ. دپاکستان دخیبرپختونخوا صوبې په باجوړ سیمې کې پرون په یوې زورورې چاودنې کې لږ تر لږه 47 کسان مړه او کابو 72 نور ژوبل شوی دی دا په داسې حا ل کې دی چې په ټپیانو کې یو شمیر نور هم مرګی حاله راپور شوی ډی له دې سره په یووخت په افغانستان کې د ځواک دزیاتولودسټراټیجۍپه اجرا کیدا سره دافغانستان اوپاکستان په پولو کې تاؤتریخوالی ډیر زیات شوی ډی . له بلې خوادافغانستان اوپاکستان زیاتره خلک په سیمې کې د بهرنیو عسکرو په تیره بیا دامریکائی عسکرو شتون په افغانستان او پآکستان کې د تاوتریخوالو د زیاتیدا عامل ګڼی او په پیلابیلو وختونو کې د مظاهراو په جوړولو سره له سیمې د بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنه کوی.