رجوع
دافغانستان په شمال کښې 6 خارجی پوځیان مړه او ژو بل شوی
تاريخ النشر: 1389/10/07 0:0رمز الخبر: 3336المصدر: ایرکا خبری آژانس

دافغانستان په شمال کښې 6 خارجی پوځیان وژل شوی او ژوبل شوی دی .
دطالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد دتهران راډیو ته په لنډ پیغام کښې وویل دپروان ولایت په غوربند درې کښې په سیاه ګرد ولسوالۍ کښې په چارباغ سیمه کښې نن په یوې بم چاودنې کښې دافغان ځواکونو یوګاډی تباه شو او له کبله یې درې کورنی عسکر ووژل شول او درې نور هم ژوبل شول .
هغه دغه راز دافغانستان په جنوب ختیځ کښې له خوست ولایته هم خبر ورکړ دخوست ولایت په علی شیر ولسوالۍ کښې په قدم سیمه کښې په یوې سرحدی پوستې کښې یو ټانک تباه کړی شو چې له کبله ېې دوه افغان پولیس ووژل شول .