رجوع
ملی سوداګر د مالیاتو له ډېرښته سرټکوی
تاريخ النشر: 1389/10/08 0:0رمز الخبر: 3347المصدر: ایرکا خبری آژانس

ملی سوداګر پر دولت نیوکه کوی، چې دوى ته یې د سوداګرۍ زمینه نه ده برابره کړې او ورځ تربلې پرې مالیات پورته کوی.
دوى د دولتی ادارو ترمنځ د همغږى د نه شتون او په لارو کې ترې د محصول په نامه د اخیستل کېدونکو پیسو هم سرټکاوه، چې په وینا یې، له همدې کبله نرخونه هم پورته کیږی او قربانی یې د افغانستان ملت کیږی.
د سوداګرو د معلوماتو له مخې خصوصی سکتور تېر کال نږدې 68 میلیارده افغانۍ مالیه او محصول ورکړى و، خو سږ کال ترې د 80 میلیاردو په شاوخوا کې مالیات او محصول اخلی.
د اقتصادی چارو د کارپوهانو په نظر سوداګر د ازاد بازار په نامه په خپلو توکو باندې نرخونه ږدی او دولت کومه پاملرنه نه ورته کوی.