جنسی ځورول دامریکا په پوځ کښې په یوه ستر کړکیچ بدل شوی دی . پریس ټی وی چینل نن راپور ورکړ په امریکا کښې هستوګنه د لبنان توکمه خبریال دهر جمیل په یوه راپور کښې دې ته په اشارې سره چې دامریکا په پو ځ کښې په تیرمیلادی کال کښې دجنسی ځورولو څه دپاسه 3230 موردونه لیکل شوی دی وویل دامریکا په پوځ کښې جنسی ځورول کوم نوی مشکل نه دی . هغه وویل په تیرو کلونو کښې شمیرنې ددې ښودنه کوی چې دغه مشکل دامریکا په پوځ کښې په یوې ساری ناروغۍ بدل شوی دی . دغه شمیرنې وای چې دامریکا په پوځ کښې له هرو دریو ښځینه پوځیانو په یوې پوځی جنسی تیری شوی دی . دامریکا په پوځ کښې دجنسی ازار له لړزونکی او لوړ شمیر سره سره کارپیژاندی باوری دی څرنګه چې دجنسی تیریو ډیر قربانیان حاضر نه دی دخپلو ترخو تجربو راپور ورکړی نو په دې اساس احتمال شته چې دامریکا په پوځ کښې دجنسی ازار شمیر ډیر لوړ وی .