د کورنیو چارو وزیر پرون لغمان ته په یوه سفر کې د دې ولایت د امنیتی وضعې د څېړنې ترڅنګ چارواکو او قومی مشرانو سره ننګرهار ته د دې ولایت له لارې د نغلو برېښنا پرغځولو خبرې وکړې. د لغمان د والی ویاند کوچى ناصری وایی په دې سفر کې وزیر بسم الله خان محمدی او ورسره پلاوی د لغمان له پولیسو د لیدنې ترڅنګ په دې ولایت کې د افغان ځواکونو سره د بهرنیو ځواکونو همغږی ښه وبلله. ناصری له نورو جزیاتو پرته وویل چې د کورنیو چارو وزیر د لغمان د امنیتی وضعې ښه کولو ته د هڅو د زیاتولو ژمنه هم وکړه. د لغمان د والی ویاند زیاتوی چې د لغمان قومی مشرانو او چارواکو له بسم الله خان محمدی څخه د لغمان د ملی پولیسو او اداری واحدونو په تشکیل کې د زیاتوالی غوښتنې وکړې. د کورنیو چارو وزیر لغمان ته وروسته ترهغې سفر وکړ چې له وروستیو راهیسې هلته د امنیتی پېښو د زیاتیدو ترڅنګ د همدې امنیتی ستونزو له کبله ننګرهار ته د لغمان له لارې د کابل له نغلو برېښناکوټ څخه د برېښناغځونې کار خنډسره مخ شوى.