رجوع
دامریکا سپینه ماڼۍ او پوځ له یوبل سره اختلاف لری
تاريخ النشر: 1389/10/12 0:0رمز الخبر: 3398المصدر: ایرکا خبری آژانس

دامریکا دمیډیا چینل اینټرنیټ پاڼې مسول چلونکی ټینګار وکړ دسپینې ماڼۍ مقامات او پوځ په افغانستان کښې دمناسب لارې چارې دغوره کولو په باره کښې له یوبل سره دنظر اختلاف لری .
دامریکا دمیډیا چینل اینټرنیټ پاڼې مسول چلونکی ډینی شختر له پریس ټی وی چینل سره په مرکه کښې دبې پایلوټه الوتکو دحملو له لارې دامریکا جنګی ستراتژۍ یوه خطرناکه ستراتژۍ وبلله او ټینګار یې وکړ دغه ستراتژۍ اغیزشیندونکی او کارنده نه ده .
هغه په دوام کې په دې خبرې ټینګار سره چې دبې پایلوټه الوتکو دحملو اکثره قربانیان وسله وال کسان او ترهګر نه بلکې دپاکستان او افغانستان بې ګناه عادی خلک دی وویل جالبه خبره داده چې له دغو حملو سره سره طالبان قدرتمن شوی او خپلې حملې ېې پراخې کړی دی .
دامریکا دمیډیا چینل اینټرنیټ پاڼې مسول چلونکی دې ته په اشارې سره چې امریکا افغانستان ته یو لک او پنځوس زره پوځیان استولی ډی زیاته کړه دامریکا مالی کړکیچ او دخلکو نارضایتی به ددې سبب شی چې امریکا به نور دافغانستان په شان دجنګ لګښتونه ونلری .