دافغانستان ځینې خصوصی رسندوې دایران له اسلامی جمهوریت په مخالفت کښې دامریکا په تبلیغاتی اډو بدلې شوی دی . له کابل څخه زمونږ خبریال وای دکابل طلوع خصوصی ټیلی ویژن دافغانستان سرحد ته نږدې دیوې ټرافیکی پیښې دعسکونو په خپرولو سره ددغه ایکسیډینټ څو وژل شوی کسان چې دایران پولیس یې ترڅنګ ولاړ دی په داډول ښودلی دی چې خدای مه کړه دایران پولیسو په ډزو ویشتلی او وژلی یې دی . دغه خبر چې د اړونده خبری اینټرنیټ پاڼو لخوا چې بودجه یې دامریکا دجاسوسۍ ادارې سی ای ای لخوا تامینږی پراختیا موندلی ده او په دغه خبر کښې یې په مرچو او مصالحې اچولو سره داسې القا کړی ده چې ګویا ایرانیان ډیر بې رحمه دی . داپه داسې حال کښې دی چې باوری راپورونه وای چې دغه کسان په یوې ټرافیکی پیښې کښې وژل شوی . البته دالومړی ځل نه دی چې دافغانستان ځینې رسنې دغه خبر خپروی له دې وړاندې دامروز په نوم یوه خصوصی ټیلی ویژن چې بودجه یې دطلوع او نورو خصوصی سایټونو په شان دامریکا دجاسوسۍ ادارې سی ای ای لخوا تامینیږی داډول تبلیغات پیل کړی وو او ادعا یې کوله دایران دپولیسو لخوا یو شمیر افغانان وژل شوی دی . خو حقیقت بل څه وو او یو شمیر کسان چې دګازو دلیک کیدا له کبله وژل شوی وو او وروسته معلومه شوه چې دغه چاره دامریکا لخوا دایران پرضد یوه پروژه ده او ایران پرضد دامریکا دغه پروژه هیڅ کله ختمیږی نه . یوه خصوصی رسنۍ چې غلی شی نو بله رسنۍ پروپاګنډې پیلوی چې دامریکا دجاسوسۍ ادارې سی ای ای خبرې خپرې کړی چې دایران او افغانستان حکومت او خلک له یوبله لیرې کړی خو کومې نتیجې ته نه رسیږی . . بلکې دامریکا دجاسوسۍ ا دارې سی ای ای دخوښې په اپوټه دایران او افغانستان دخلکو اوحکومت ترمینځ واټن کمیږی چې دغه حالت دامریکا لپاره دمنلو وړ نه دی . په دې اساس دامریکا غوسه هغه ځاې ته رسیدلی ده چې یو شمیر لیکوالان چې دامریکا له جاسوسۍ ادارې سی ای ای لخوا تنخواګانې او معاشونه ترلاسه کوی مجبور کړی شوی دی چې دایران او حتی دمذهب پرضد یو شمیر مقالې ولیکی . البته دافغانستان اکثره خلک په داډول دسیسو ښه پوهیږی او هغه کسان چې ځانونه یې خرڅ کړی دی ګوته په شمیر دی چې دڅو ډالرو په خاطر یې خپل دین او ایمان خرڅ کړی دی او دایران داسلامی جمهوریت پرضد دروغجن خبرونه خپروی . د داسې هیواد پرضد چې همدا اوس دڅه دپاسه دوه میلیونه افغان کډوالو کوربه دی او په ایران کښې په زرګونو افغان زده کونکی او محصیلین زده کړه کوی او کار کسب کوی او په زرګونو افغانان فارغ التحصیل هم شوی دی . په ایران کښې په زرګونو افغانان په هنری کارونو ، کرهڼې او نورو کارونو بوخت دی او دافغانستان په بیا رغاونې کښې دایران فعال رول له چا پټ نه دی او دغه کار اوس هم دوام لری . او دغه لیکوالان او رسنۍ که چیرې دامریکا جاسوسې ادارې سی ای ای ته اړونده نه وائ حتما به یې په ایران کښې دمیلیونونو افغان کډوالو فکر کاوه چې ممکنه ده د هغوې لپاره مشکل رامینځته شی . که څه هم ایران هیڅ کله په خپل هیواد کښې دیره افغانانو لپاره کومه ستونزه نه ده رامینځته کړی او نه به یې رامینځته کړی ځکه چې دایران اسلامی جمهوریت په داډول دسیسو ښه پوهیږی او دوهمه داچې دایران اسلامی جمهوریت تل انسانی چارو او ا ړخونو ته پام کړی او دڅو خرڅو شویو کسانو په خاطر بشری حقوق ترپښو لاندې نه کوی . خو هغه افغانان چې په دغو رسندویو کښې دامریکا دجاسوسۍ ادارې سی ای ای په ډیرو بودجو سره فعالیت کوی باید پوه شی چې امریکا دتل لپاره په افغانستان کښې نشی پاتې کیدلای څرنګه چې انګلستان او پخوانی شوروی په افغانستان کښې ماته وخوړله او ټغر یې ټول شو او په نهایت په ډیر شرم او سپکاوی سره له افغانستانه و شړل شول . په دې اساس امریکا به یوه ورځ له افغانستانه ووځی او ددغو خرڅو شویو افغان لیکوالانو لپاره به هیڅ شی پرې نه ږدې بې دشرم له داغه تل به دهغوې په تندی باقی پاتې شی .