دامریکا دمشرانو جرګې یوه غړی وویل ما دامریکا له مقاماتو غوښتی چې په افغانستان کښې ددایمی پوځی اډو دجوړولو په کار غور وکړی . زمونږ خبریال وای دامریکا دمشرانو جرګې د ریپبلیکن ګوند غړی لینډسی ګراهم پرون له این بی سی ټیلی ویژن سره په مرکه کښې ادعا وکړه په افغانستان کښې امریکا ته داړونده اډو شتون دسیمې لپاره ګټور کیدلای شی او په عین حال کښې له طالبانو ډلې سره دمقابلې لپاره دافغانستان له امنیتی ځواکونو سره مرسته هم کولای شی . دامریکا ولسمشر باراک اوباما وړاندې ویلی وو په نظر کښې لری چې په افغانستان کښې راتلونکی میلادی کال کښې دامریکا دپوځیانو شمیر کم کړی او امنیتی چارې په 2014 میلادی کال کښې دافغانستان پوځیانو ته وسپاری . دامریکا ولسمشر دغه راز په افغانستان کښې دپایداره شتون خبره هم کړی وه خو ددغه شتون دڅرنګوالی په ارتباط یې په رسمی ډول څه نه وو ویلی