رجوع
بهرنی ځواک دې د افغانستان په داخلی چارو کې ګوتې نه وهی
تاريخ النشر: 1389/10/15 0:0رمز الخبر: 3449المصدر: ایرکا خبری آژانس

ایرکا خبری آژانس ورکړ د افغانستان ولسمشر حامد کرزی بهرنیوعسکرو ته دافغانستان کې د قوانیونوداجراکیدا په وړاندې د خنډ جوړولو اوپه داخلی چارو کې د لاس وهنو په باب خبرداری ورکړی
هغه همدارارز له افغان ولس او نورو هیوادونو وغوښتل څو د افغانستان اساسی قانون ته دې د احترام په سترګه وګوری .
افغان ولسمشر په کابل کې په یو لړ څرګندونو کې وویل له بهرنیو میلمنو غواړو چې زمونږ په اساسی قانون او کورنیو چارو کې دې له ګوت وهنو ډډه وکړی . د افغانستان ولسمشر له دې مخکې هم په افغانستان کې د دوهم حکومت د جوړولو لپاره په هڅې او فساد د خصوصی امنیتی شرکتونو په تورنولو او د بهرنیو عسکرو په کړچار په نیوکو سره له هغوی غوښتی وو چې له خپلو کارونو سره دې کار ولری او له خپل ټاکلی چوکاټه دې بهر نه وځی .
د افغانستان د ولسمشر حامد کرزی دغه څرګندونې په افغانستان کې د امریکا د د ائمی پوځی اډو د جوړولو په باب د امریکا د کانګرس د لوړ پوړی استاذی له ګوت وهونکی غوښتنې سره په یو وخت مطرح شوی دی .