په افغانستان کښې ائتلافی ځواکونو دخلکو جایدادونو او فصلونو ته سل میلیونه ډالره تاوانونه رسولی دی . زمونږ دخبریال د راپور پراساس دافغانستان یوه حکومتی پلاوی وویل چې ددغه هیواد په جنوب کښې په ناکراره ولایت قندهار کښې په ارغنداب ، ژیړۍ او پنجوای ولسوالیو کښې دائتلافی ځواکونو په امید نوم پوځی عملیاتو کښې دخلکو فصلونو او جایدادووو ته دائتلافی ځواکونو لخوا کابو سل میلیونه ډالره تاوانونه رسیدلی دی . دافغانستان ولسمشر کرزی قندهار ولایت ته یو پلاوی چې مشرۍ یې دهغه یوه سلاکار کوله واستوه چې دامید په نوم دپوځی عملیاتو له کبله درسیدلیو تاوانونو جاج واخلی . دویلو ده چې دامید په نوم پوځی عملیات په تیرې اپریل میاشت کښې شوی وو چې له قندهار ولایته طالبان وشړی کوم چې دهغوې ستر دودیز مرکز دی . په افغانستان کښې دایساف ځواکونو ویندوی جنرال جوزف بلاټز وویل دې ددغه راپور په هکله څه ویل نه غواړی ځکه چې ده دغه راپور نه دی لیدلی .