رجوع
دپاکستان ولسمشر امریکا ته ورځی
تاريخ النشر: 1389/10/22 0:0رمز الخبر: 3538المصدر: ایرکا خبری آژانس

دپاکستان ولسمشر امریکا ته ورځی .
زمونږ خبریال وای دپاکستان ولسمشر اصف علی زرداری نن په اوه ورځنی سفر امریکا ته ورځی چې هلته دافغانستان او پاکستان په چارو کښې دامریکا دځانګړی استازی ریچارډ هالبروک دجنازې په دستورو کښې ګډون کړی .
دپاکستان ولسمشر به په امریکا کښې د دغه هیواد له خارجه وزیرې هیلاری کلینټن او نورو مسولانو سره هم خبرې وکړی .
بل خبر داچې دامریکا دولسمشر مرستیال جوبایډن هم نن پاکستان ته تللی دی چې هلته دپاکستان له حکومتی مشرانو او دپوځ له لوړ رتبه مسولانوسره له ترهګرۍ سره دمبارزې په باره کښې خبرې وکړی .
امریکا له پاکستانه غواړی چې دطالبانو اوالقاعده دله مینځه وړلو لپاره نور اقدامات وکړی کومو چې په قبایلی سیمو کښې مرکزونه جوړی کړی دی .