د جرمنی د صدری اعظمی انګیلا میرکل کابینې فیصله کړې، چی په افغانستان کی د جرمنی پوځیانو د مېشتېدو موده د یوه بل کال لپاره اوږده کړی. مخکی ټاکل شوې وه، چی د 2011 کال په پای کی جرمنی پوځیان له افغانستانه وتل پیل کړی، خو له دې پریکړی سره دا نه دی ویل شوی، چی جرمنی ځواکونه به په کومه نیټه له افغانستانه وزی. ټاکل شوې، چی د جرمنی پارلمان به د جنورۍ پر اته ویشتمه د کابینې دې پریکړی ته رایه ورکړی. د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر ویستر ویلی، افغانستان ته په خپل وروستی سفر کی وویل، چی که جرمنی پوځیان ووزی، دوی به بیا هم افغانان یوازی پرې نږدی. جرمنی په افغانستان کی تر 4000 ډیر پوځیان لری، چی اکثر یې د افغانستان په شمال لویدیځ کی مېشت دی. دا په داسې حا ل کې دی چې په جر منی کې یوه نظر غو ښتنه ښی چې 65 فیصده جر منیا ن په افغا نستان کې د جنګ له دوام سره مخا لف دی . زمو نږ خبر یال راپور راکو ی د فو رسا جر من مو سسې د افغا نستان د جنګ په اړه د جر منی له خلکو په یو ې نظر غو ښتنې کې په دغه هیواد کې د جنګ له دوام سره د هغو ی د 65 فیصده کسا نو د مخالفت خبر ورکړ .