رجوع
ایران په کابل کښې په سفارت دتیری دعواملو دنیولو غوښتنه وکړه
تاريخ النشر: 1389/10/24 0:0رمز الخبر: 3564المصدر: ایرکا خبری آژانس

په افغانستان کښې دایران داسلامی جمهوریت سفیر په دغه هیواد کښې دایران په سفارت دتیری دعاملانو دنیولو غوښتنه وکړه .
زمونږ خبریال وای په افغانستان کښې دایران داسلامی جمهوریت سفیر فدا حسین مالکی وویل په کابل کښې دایران په سفارت دیو شمیر شکمنو مغرضو او ګوډاګیو عواملو او عناصرو له تیری او دایران له سفارت سره دافغانستان دحکومت دڅلورو لوړ رتبه مقاماتو له تماسونو وورسته مونږ دافغانستان له مقاماتو په صراحت سره وغوښتل چې ددغه تیری داصلی عواملو دپیژندلو او نیولو اقدام وکړی .
په افغانستان کښې دایران سفیر وویل دافغانستان دحکومت مقاماتو له ماسره په ټیلی فونی تماس کښې په کابل کښې دایران په سفارت دتیری په هکله خپله خواشینې څرګنده کړه او ددغه تیری داصلی عواملو دنیولو لپاره یې دملګرتیا ژمنه کړی ده .
په افغانستان کښې دایران سفیر فداحسین مالکی په دوام کښې دافغانستان له ولسمشر حامد کرزی سره خپلې کتنې ته په اشارې سره چې څه موده وړاندې یې کړی وه وویل حامدکرزی په دغه کتنې کښې ددغه هیواد دځینو ټیلی ویژن چینلونو پروګرامونه مغرضانه او له دسیسو ډک بللی وو.
یو شمیر کسانو دافغانستان دپیوستون ګوند او دشین غورځنګ په لمسون په کابل کښې دایران داسلامی جمهوریت دسفارت مخ ته په راغونډیدا سر ه دسفارت په و دانۍ دتیری اقدام کړی وو.